د سپټمبر په یوولسمه د القاعده شبکې څو غړو پر پنټاګون او نړیوالې سوداګرۍ پر دوو ودانیو برید وکړ. دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستر ترهګریز برید او ستره بشري فاجعه وه. په پېښه کې ۲۹۷۷ کسان، چې ټولټال د نوي هېوادونو وګړي پکې شامل وو، ووژل شول. په دې کې د نیویارک پولیس، د پنټاګون ۱۲۵ غړي او د نیویارک د اوروژنې ادارې تر ۳۰۰ ډېر کارکوونکي شامل وو. همدا راز په پېښه کې تر شپږ زره کسان ټپیان شول. له هغې وروسته امریکا د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره پر افغانستان برید وکړ او دلته یې ۱۹ کاله جګړه وکړه. په دې جګړه کې د امریکایانو، افغان ځواکونو او طالبانو ترڅنګ زرګونه ملکي افغانان ووژل شول. اوس د سپټمبر تر یوولسمې وروسته کرونا په امریکا کې تر ټولو ستره بشري فاجعه رامنځ ته کړې ده. تر دې دمه ۴۰۲۸ امریکایان د کرونا له امله مړه شوي او ۱۸۹۵۴۳ کسه په دغه ویروس اخته دي. د امریکا له سپینې ماڼۍ نیولې، تر پنټاګون، بهرنیو چارو وزارت، کورني امنیت ديپارتمنت او نورو ګڼو برخو پورې دغه ویروس رسېدلی دی. له دې سره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي چې ښایي کرونا تر ۲۰۰ زره پورې امریکایان ووژني.