سمنګان د بلخ او بغلان ولايتونو تر منځ پروت دی. دغه ولايت د هېواد په شمالی سيمه کې موقعیت لري او له تاجکستان او ازبکستان سره ګډه پوله لري. د دې ولايت سوېل لور ته د هندوکش د چنغور غاښی او د ايبک په برخه کې هوارې زراعتي ځمکې او شمال لور ته د آبدان مير علم شګلنې دښتې او د آمو سيند شاوخوا ساحه پرته ده.
دا ولايت د شفتالو، پستې، آلو، زردالو او بادامو ډېر باغونه لري. د دغه ولايت اوسېدونکي د غاليو او لاسي صنايعو په ګنډلو کې ډېر مهارت لري.
د دغه ولايت مرکز ايبک ښار دی. د سمنګان هوا ګرمه او وچه ده. په اوړي کې د تودوخې لوړه درجه ۲۵ او ۳۰ درجې سانتي ګريد وي او په ژمي کې -۵ او -۱۰ ته راښکته کېږي. د کلني اورښت اندازه يې د ۳۰۰ او ۴۰۰ ملي مترو په شاوخوا کې اټکل شوې ده.
د وروستيو شمېرو له مخې، د دې ولايت نفوس څه باندې څلور سوه زره تنه اټکل شوى دى او مساحت يې ۱۶۲۰۰ کيلومتره مربع دى.
په دغه ولايت کې ازبک، پښتانه، تاجکان، ترکمن، ايماق، عرب او ځينې نور قومونه ژوند کوي. د دغه ولايت په دښتو او غونډيو کې د کوچيانو پسرلنۍ او د مني مېنې هم شته.
دا ولايت يو روښانه او لرغونی تاريخ لري. حضرت سلطان، د بوديزم په سبک لويې سوړې او غارونه، د سرخرنګ خټينې مجسمې او تخت رستم د دې ولايت مهم تاريخي ځايونه دي.
د موندنو له مخې، ډېرې سوړې او مغارې موندل شوې دي او دا ثابتوي چی د سمنګان نوم هم ازبکي او تاريخي ريښه لري، ځکه چې په ازبکي کې (سومونګ ايان) دی چې مانا يې د سوړو اوسېدونکو ده.
اداري واحدونه
سمنګان د ولايت د مرکز ايبک ښار په ګډون شپږ ادراي واحدونه ايبک ښار، روی دو اب، حضرت سلطان، فيروزنخجير، دره صوف بالا او دره صوف پاين ولسوالۍ لري.
اقتصاد او سوداګري
په سمنګان کې اقتصاد د مالدارۍ او کرنې تر څنګ تر ډېره په دغه ولايت کې د شته ډبرو سکرو پر کانونو ولاړ دی.
د دغه ولايت په دره صوف بالا، دره صوف پاين او روی دو اب ولسواليو کې د ډبرو سکرو د شته کانونو د استخراج له امله د دغه ولايت ډېری اوسېدونکو ته د کار زمينه ښه برابره شوې ده. د دغه ولايت اوسېدونکي د غاليو او لاسي صنايعو له لارې هم د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لټه کوي، چې په دغه هنر کې ښه نوم هم لري. د دې تر څنګ، په دغه ولايت کې باغداري عموماً ډېره ده، چې له لارې يې خلک د وچو او تازه ميو پر سوداګرۍ هم اخته دي. د دې ولايت خلک پر مالدارۍ هم بوخت دي او له دې حيواني محصولاتو څخه ډېر ښه عايد لاسته راوړي.
سيندونه او بندونه
د تاشقرغان- سمنګان سيند د دغه ولايت د کرنيزو اوبو ستره سرچينه ده؛ خو تر څنګ يې اب کلی، مغل او قچن دره په نامه د کرنيزو اوبو درې ستر بندونه لري، چې په پوره توګه بيارغونې ته اړتيا لري.
اب کلی د اوبو بند د روی دو اب او حضرت سلطان ولسواليو تر منځ موقعیت لري، چې تر کار لاندې دی.
همدا راز مغل د اوبو بند په فيروز نخچير ولسوالۍ کې دی، چې که ورغول شي؛ نو د همدې ولسوالۍ د کرنيزو اوبو ستونزه په پوره توګه حل کېدای شي.
د قچن درې د اوبو بند د خرم وسارباغ ولسوالۍ او ايبک ښار تر منځ پروت دی، چې په بيارغونه به يې د همدې سيمو د کرنيزو اوبو ستونزه حل شي.
کرنه
سمنګان که څه هم د کرنيزو اوبو د کمښت له امله يې کرنيزې چارې ټکنۍ دي؛ خو د پراخو دښتو او خاورينو غونډيو لرونکی ولايت دی، چې عموماً يې خلک باغداري ډېره کوي.
الوبخارا، الو، چارمغز، زردالو او زيره يې مهمې میوې دي. غنم، وريجې، وربشې او جوار پکې ښه حاصل ورکوي. د دې ولایت هندواڼې ځانګړی خوند لري او د بزکشۍ آسونه په فني دود پکې روزل کېږي.
د تاشقرغان- سمنګان سيند يې د اوبو ستره منبع ده. د دغه ولایت د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، سمنګان ۲۲۲۰۰۰ هکټاره آبي او ۷۳۰۰۰ هټکاره للمه ځمکه لري. د دې ولايت ۶۸۸۵۰۰ جريبه ځمکه د چنار، پنجه چنار، توت، زردالو، الو، الوبخارا او شفتالو ونو نيولې ده.
کلتور
په دغه ولايت کې هم د هېواد د نورو ولايتونو په څېر فرهنګي او کلتوري فعاليتونه شته. په دغه ولايت کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تر څنګ، انجمن شعرا و نويسنده ګان، انجمن خطاطان او نقاشان او انجمن سينما و تياتر هم ازاد فرهنګي، کلتوري او هنري فعاليتونه کوي.
د ملي راډيو- ټلوېزيون تر څنګ پکې د رستم په نامه خصوصي ټلوېزيون فعاليت د پيلېدو په درشل کې دی. همدا راز د شهروند، رستم او صدای حقيقت په نامه خصوصي راډيوګانې هم فعاليت کوي او د سحر په نامه خصوصي راډيو به په نږدې موده کې خپل فعاليت پيل کړي.
په سمنګان کې که څه هم ورځپاڼه نه چاپېږي، خو د ايبک او تخت رستم په نامه اونيزې پکې خپرېږي.
همدا راز په دغه ولايت کې د جريده سمنګان په نامه د اطلاعاتو او کلتور مياشتنۍ خپرونه، د پيام سمنګان په نامه خپرونه او د حکومت و مردم په نامه مجله د ولايت مقام لخوا د ولايتي شورا لخوا د پيام په نامه مجله خپرونې کوي. د دې تر څنګ، د سهراب په نامه ازاده مياشتنۍ خپرونه هم په دغه ولايت کې خپرېږي.
په دغه ولايت کې هم وخت ناوخت د فرهنګيانو لخوا ادبي او کلتوري مياشتنۍ ناستې تر سره کېږي.
پوهنه
د سمنګان په مرکز او شپږو ولسواليو کې د ديني مدرسو او خصوصي ښوونځيو په ګډون، ۲۹۹ تعليمي ادارې فعالې دي. په دغو ښوونيزو ادارو کې ۱۱۰ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې ۳۵ سلنه يې نجونې دي. په يادو تعليمي ادارو کې ۲۴۳۰ ښوونکي تدریس کوي.
د دغه ولايت په هره ولسوالۍ کې يوه ديني مدرسه هم فعاليت کوي، چې سلګونه ځوانان پکې پر ديني زده کړو بوخت دي.
په دغه ولايت کې يو دولتي پوهنتون چې درې پوهنځي پکې فعال دي، هم د لوړو زده کړو په برخه کې فعاليت کوي.
مشاهير
عبدالواحد صرير، ميرزا عبدالقادر بېدلچه، خادم خرمي، ابو يعقوب سمنګاني، ابو جعفر سمنګاني، عبدالخالق وفايي خرمي، ميرزا نيازی، ميرزا حسين خان خرمي، عبدالغفور رمزي، حفيظ الله قطره، دشتي سمنګاني، عبدالهادي هادي او ميرزا عصمت الله شرقي د دغه ولایت نوموتي کسان دي.
لوبې
په دغه ولايت کې لا هم بزکشي له ټولو ډېره کېدونکې او خوښوونکې لوبه ده. د دې تر څنګ په تېرو لسو کلونو کې پکې نوې لوبې هم د پرمختګ په حال کې دي.
په دې ولايت کې کرکټ، فوټبال، واليبال، وزن پورته کول، تکواندو، کانګو، کاراته او فوټسال ډېر لوبغاړي لري.