ماریو پدرو بارګاس یوسا د ۱۹۳۶ز کال د مارچ په ۲۸مه زېږېدلی دی. هغه کیسه لیکوال، مقاله لیکوال، سیاستوال او د پيرو هېواد وتلی خبریال دی. د جنوبي امریکا یو له تر ټولو وتلی، تکړه او مشهور کیسه لیکوال دی. همدا راز د خپلو همځولو ترمنځ معتبر لیکوال هم بلل کېږي. دی اوسمهال په پرنیستون پوهنتون کې استاد دی. ښکلې کیسې یې لیکلې دي، روان نثر لري، په امریکا کې مینه وال لري او همدې متفاوتو لیکنو او کیسو ته په پام د نوبل بنسټ په ۲۰۱۰ز کال کې هغه د نوبل جایزې ګټونکی وباله.
ماریو بارګاس یوسا په ۱۹۳۶ز کال کې د پيرو په ارکیپای کې زېږېدلی دی. دی یې د مور او پلار یوازینی اولاد دی. مور او پلار یې تر واده پنځه میاشتې وروسته سره بېل شول او دی یې له خپلې مور سره پوره لس کاله په بولیوي کې و. وروسته تر هغه یې چې نیکه په پیرو کې یوه ښه دنده پیدا کړه، نو دی او مور یې هم خپل لومړني ټاټوبي یانې پیرو ته راغلل. دا ۱۹۴۶ز کال و، هغه یې له مور سره و، خو د ده له خولې چې ماشومتوب یې له ډېرو ناهیلیو او دردونو ډک و. دی څوارلس کلن و چې پلار یې ورته راغی او د هغه وخت د نظام ښوونځي ته یې واستاوه. دې چارې یې پر ذهن ډېر اغېز وکړ او همدلته یې د لومړني ناول خاکه په ذهن کې رامنځ ته شوه. ژوند ته له ډارویني زاویې کتل یې په همدې ښوونځي کې د دوه کلنې تجربې او زده کړې پایله وه. بارګاس یوسا د لیما له پوهنتون د ازادو هنرونو له برخې فارغ شو. بیا مادرید پوهنتون ته لاړ او په ادبیاتو کې یې خپله دوکتورا واخیسته. یوسا په ۱۹۵۹ز کال کې فرانسې ته لاړ او هلته د فرانسې په خبري اژانس کې د خبریال همدا راز په پاریس کې د ښوونکي او د فرانسې په ملي تلویزیون کې د کارکوونکي په حیث وګومارل شو. ده اوږده کلونه په اروپا په ځانګړې توګه په پاریس، مادرید او لندن کې ژوند کړی دی. دلته یې ډول ډول کارونه کړي دي، ژباړن و، خبریال و، لیکوال و او د ژبې د استاد په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده.
هغه ۱۹ کلن و چې له خولیا اورکېدي سره یې واده وکړ. هغه یې خپلوانه وه او تر ده پوره اتلس کاله مشره وه. په خپل یوه مشهور ناول (عمه خولیا او میرزا) کې یې د دې ښځې له شخصیت ډېر څه راوړي او داسې ویل کېږي چې د نوموړې له شخصیت په الهام دا ناول لیکل شوی دی. دې واده ډېر دوام و نه کړ او په ۱۹۴۶ز کال کې له یو بل بېل شول. یو کال وروسته یې له پاتریسیا سره واده وکړ، چې لا تر دې دمه ورسره ژوند کوي او درې اولادونه لري.
ماریو بارګاس شل کلن و چې خپله لومړنۍ کیسه یې خپره کړه. د سر دستو په نومه یوه لنډه کیسه وه چې د پلازمینې په نامه د یوې نشریې ټولنې له لوري خپره شوه. هغه اوږده لاره په مخ کې لرله او ښایي په خپله یې هم دا فکر نه و کړی چې یوه ورځ به یې نوم د امریکا په درېیو غوره لیکوالانو کې راځي. خو اوس کیسه بل ډول ده د لاتینې امریکا ادبیات نن سبا د ګابرېل ګارسیا مارکز، فوینتس او یوسا احسانمن دي او دوی کارونو ته د خورا ډېرو مهمو ادبي لاس ته راوړنو په سترګه ګوري.
هغه مهال ۱۹۵۸ز کال و چې یوسا ته په مادرېد پوهنتون کې د زده کړو چانس برابر شو. یو کال وروسته یې د لنډو کیسو ټولګه په بارسلون کې چاپ شوه. دی هم د لاتینې امریکا د ډېرو نورو لیکوالانو په څېر په پاریس کې دېره شو، چې هلته له ګڼ شمېر هسپانوي او فرانسوي ژبو لیکوالانو سره بلد شو. په ۱۹۶۳ز کال کې یې خپل لومړنی ناول خپور کړ. دا ناول په چټکۍ د لوستونکو او نقادانو له تاوده هرکلي سره مخ شو. همدا کافي وه چې دی د یوه رادیکال لیکوال په توګه راڅرګند شي، نقدونه ورباندې ډېر شي او مخالفین یې لسګونه ټوکه کتابونه د اور لمبو ته وغورځوي. خو له مخالفتونو سره سره د یوسا د لوستونکو بازار تود و. په ۱۹۶۶ز کال کې یې دویم ناول (شین کور) هم چاپ شو او ددې ناول تر چاپ وروسته له پاریس لندن ته لاړ. هلته یې د هسپانوي-امریکایي ادبیاتو په تدریس پیل وکړ. یو کال وروسته یې دوه نورې داستاني ټولګې هم خپرې شوې چې دی یې د دوو نورو جایزو ګټونکی هم کړ.
د هسپانوي ناقدانو د جایزې اخیستو لپاره کاراکاس ته لاړ. هلته یې د پيرو د لیکوال د مسوولیتونو په اړه یوه وینا هم وکړه. دلته یې له ګابریل ګارسیا مارکز سره هم چې د ادبیاتو په برخه کې وتلی نوم او د نوبل ګټونکی و. درېیم ناول یې په (په کاتدرال کې خبرې اترې) په ۱۹۶۹ز کال کې خپور کړ. یو کال وروسته بارسلونا ته لاړ، هلته یې د مارکز پر اثر تر ټولو مشهور نقد ولیکلو. دا کتاب یې بیا په ۱۹۷۱ز کال کې خپور کړ.
یوسا د آخري وخت جګړه اثر تر خپرولو وروسته څو نور اثار هم خپاره کړي دي. له دې ډلې سوربز او ځوان لیکوال ته لیکونه یې ځانګړی ارزښت لري. له دې سره سره بیا هم تر دې دمه (په کاتدرال کې خبرې اترې) او (د اخري وخت جګړه) تر ټولو مشهور او مهم اثار ګڼل کېږي. یوسا خپل وتلی اثر (د اتل وخت) اثر په شل کلنۍ کې خپور کړی دی. دا اثر هغه وخت منتقدان او لیکوالان په دې باور کړ چې لیکوال په خپل ذهن کې د لیکوالۍ لپاره ځانګړی استعداد لري. همدې اثر نړیوال شهرت یوسا ته ور وباښه. د ده مینه وال ډېر شول، د اثر لوستونکي یې ډېر شول او مینه وال یې ورځ تر بلې ډېرېدل. ناقدانو یې پر اثر نقدونه وکړل او هغه یې وستایه. هغه یوازې ناولونه نه، بلکې شعرونه یې هم لیکلي دي، د فلمونو لپاره یې کیسې لیکلې او نندارې یې هم د خپلې لیکوالۍ په لومړیو کلونو کې لیکلې دي. دغه لیکوال ګڼ اثار لري چې ځینو ته مو یې مخکې اشاره وکړه، چې اثار یې لسګونه ژبو ته ژباړل شوي دي. فرانسوي، ایټالیو، انګلیسي، الماني، روسي، فنلانډي، ترکي، جاپاني، چیني، جکي، عربي، فارسي او نورې هغه ژبې دي چې ددې لیکوالا اثار ورته ژباړل شوي دي.
یوسا او د لاتینې امریکا وتلی لیکوال ګابریل ګارسیا مارکز نږدې ملګري وو. دوی دواړه د نوبل ګټونکي دي او مارکز له یوسا سره ډېرې نږدې اړیکې پاللې خو په ۲۰۰۳ز کال کې چې کله د بوګوتا د کتابونو نندارتون جوړ شوی و، یوسا په خپلو خبرو کې پر مارکز سختې نیوکې وکړې. دده وویل چې ګابرېل د کیوبا حکومت په تېر فیډل کاسټرو ته تر حده ډېره چاپلوسي کوي. نوموړي د خپلو دې خبرو لامل له فیډل کاسټرو سره د مارکز نږدې اړیکې یادې کړې. هغه ورځ یوسا په تالار کې د مارکز د مینه والو له توند غبرګون سره مخ شو او ډېرو یې تالار پرېښود او ووتل.
مخکې مو هم یادونه وکړه چې یوسا د خپل لومړني ناول خاکه د نظامي ښوونځي د لوست پر مهال په ذهن کې جوړه کړه. دا مهال یې حاکم وضعیت پر ذهن سخت منفي اغېز وکړ، له همدې امله یې (سپي ډوله ژوند) کتاب خپور کړ. په دې کتاب کې یې د ژوند سختې تجربې را اخیستې دي. ټولې هغه سختۍ یې یادې کړې چې په ژوند کې ورسره مخ شوی دی. سره له چې د مارکز په موجودیت کې د نړۍ پام د لاتینې ادبیاتو لور ته و او ټولو دا فکر کاوه چې یوسا به هم له دې بهیر اغېزمن وي او د مارکز په څېر به جادويي ریالیزم وکاروي، خو داسې نه وه، یوسا د جادويي ریالیزم ملاتړی او کاروونکی نه و. ده هم په ناولونو کې له تخیل کار اخیست خو په خبره یې دی تخیل له جادويي پېښو او عکس العملونو سره نه ګډوي او په خبره یې دده تخیل رښتینی دی. دی د خپلو کیسو د لیکلو لپاره رښتیني شخصیتونه کاروي، داسې ښکاري لکه د کرکټر وضعیت چې د لیکوال له روان سره تړلی وي، له مدرکي او تفصیلي دقت کار اخلي نو له همدې امله ویلی شو چې واقعیت له خلاقیت سره ګډوي، تېر یادونه له نوي سبک سره په ګډولو له سره جوړوي، په ډېر عجیبه خلاقیت وخت کاروي، خاطرې ناندریو او فساد ته رابولي، جنجالونه جوړوي، ټکرونه رامنځ ته کوي او دی په خپله وایي لیکل شوخي او ناندرۍ دي خو لیکوال بیا جادوګر دی چې هر څه سموي.
یوسا په دې باور دی چې لیکوالي هم د تحقیق په څېر یوه منظمه پروسه ده چې ناخوداګاه یې روایت راوړو، نو له همدې امله د تحقیق توصیفي سبک روايي سبک ته هم اړ کېږي. نو همدا لامل دی چې نقادان وايي یوسا، تاریخي، داستاني، سیاسي او فکري مسایل په یوه اندازه په خپلو کیسیو کې راوړي. دده په اثارو کې تاریخ او تخیل د یو بل تر څنګ دي. کله کله دا دواړه دومره په مهارت سره ګډ کړي چې تر منځ یې شته پوله هم له منځه ولاړه شي، هلته بیا لوستونکی حیران شي چې کومه برخه تاریخ دی او کومه تخیلي کیسه. په لنډه کې ویلی شو چې یوسا د اوس زمانې لیکوال دی، داسې لیکوال چې بهرنی حقیقت او واقعیت را اخلي، له خپل تخیل سره یې یو ځای کوي، تاریخ را اخلي، فلسفه را اخلي، فکري مسایل را اخلي او د خپل تخیل په مرسته یې تر لوستونکي رسوي. هغه په فکري لحاظ ددې ملاتړی دی چې انسانان په خپلو کې ښه ژوند ولري، د ژوند په مانا پوه شي، تاوتریخوالی او دښمني چې دده په خبره د انسان په ژوند کې د بربادۍ تر ټولو ستر لامل دی له خپلو منځونو لرې کړي.
بارګاس یوسا د خپل ادبي ژوند پر مهال ګڼې جایزې ګټلې دي. خو تر ټولو مهمه هغه یې په ۲۰۱۰ز کال کې د نوبل جایزه وه. یوسا د ۲۰۱۰ز کال د اکټوبر په اوومه نېټه ددې جایزې ګټونکی شو. دا له ۱۹۸۲ز کال وروسته د لاتینې امریکا لومړنی لیکوال و چې د نوبل جایزه یې وګټله. په ۱۹۸۲ز کال کې تر هغه مخکې ګارسیا مارکز د نوبل جایزه ګټلې وه. د نوبل بنسټ هغه مهال په خپلو څرګندونو کې ویلي وو، ځکه یې یوسا د نوبل ګټونکی اعلان کړی دی چې د قدرت د مجسمې په جوړولو کې پوره ماهر دی، مقاومت، ناندرو او فردي ماتې ته یې ځانګړې پاملرنه کړې ده. یوسا په ۱۹۹۴ز کال کې د اسپانیا د اکاډمۍ د غړي په توګه ومنل شو او په وروستیو کلونو کې یې د امریکا، جنوبي امریکا او اروپا په ګڼو بوهنتونو کې ادبیات تدریس کړي دي. دې لیکوال وکړی شول چې په ۱۹۹۵ز کال کې د سروانتس مهمه ادبي جایزه هم خپله کړي. همدا راز په ۱۹۹۶ز کال کې یې د المان د سولې جایزه هم ګټلې ده. هغه تر دې دمه دېرش ناولونه او نندارې لیکلې دي، چې د نړۍ ګڼو ژبو ته ژباړل شوي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې زرګونه لوستونکي لري.