ناټو په افغانستان کې پر یووالي او د قوي حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې روان سیاسي وضعیت له نږدې څاري. دده په خبره دوی په سیاسي کشمکشونو خبر دي نو له ټولو سیاستوالو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې سره یو شي او په خپلو کې شته ستونزې دې د خبرو او یووالي پر مټ حل کړي. سټولټنبرګ وایي ددې وخت دی چې په افغانستان کې یو پیاوړی، متحد او پر یووالي ولاړ حکومت رامنځ ته شي او هغه حکومت بیا له طالبانو سره د سولې خبرې مخ ته یوسي. هغه وایي ناټو په افغانستان کې د ټولو اړخونو له ګډون د جوړ شوي قوي حکومت غوښتونکې ده. د ناټو عمومي منشي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې لا هم د پخواني اجرایه رییس او ولسمشر غني ترمنځ د واک پر سر ناندرۍ روانې دي.