وسله وال طالبان وایي دوی تیار دي چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د کرونا د پراختیا په صورت کې اوربند اعلان کړي. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشټېډ پرېس سره په خبرو کې ویلي دمګړی ددوی په ساحو کې د کرونا کومه مثبته پېښه نه ده لیدل شوې. دده په خبره که د کرونا ویروس خطر ددوی تر نفوذ لاندې ساحو کې موجود وي نو دوی تیار دي چې په هغه سیمو کې اوربند اعلان کړي. نوموړي همدا راز ویلي چې د روغتیايي کارکوونکو او نورو مرستندویه موسسو امنیت خوندي دی او په پوره ارامتیا د بشري مرستو لپاره د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته سفرونه کولی شي. طالبان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې پر دغه ډلې د اوربند او له کرونا سره مبارزې کې د همکارۍ غږ کړی و.