سیا زړه د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د معرفي په اړه لیکل شوی کتاب دی. کتاب، لیکوال او د پوهنتون استاد حشمت الله نوري لیکلی دی. نوموړي په سپوږمۍ راډیو کې د (راشه ورشه) په نامه معلوماتي خپرونه لرله، چې په هغه کې یې د یوه ولایت بشپړه معرفي کوله. په دې مانا چې په هره خپرونه کې یو ولایت، د هغه ولسوالۍ، فرهنګ، فولکلور، ځانګړي دودونه، موسیقي، مشهور اشخاص، تاریخي سیمې، سیندونه، کانونه او په لنډه توګه هر هغه څه معرفي شوي چې له لوستونکي سره د یوه ولایت په ښه پېژندګلوۍ کې مرسته کوي.
تر دې وړاندې هم داسې کتابونه چاپ شوي دي، خو د اسیا زړه هم د همدې کتابونو په لړ کې یوه هڅه ده. د علمي او معلوماتي کتابونو ډېروالی هېڅ زیان نه لري، بلکې د علمي سرچینو د ډېرېدو سبب ګرځي. کتاب په ښه او روانه ژبه لیکل شوی دی او کسیه ییزه بڼه یې لوستونکی تر پایه له ځان سره ساتي. دا کتاب د هر چا لپاره په درد خوري، په تېره د هغو کسانو لپاره چې غواړي د افغانستان د ولایتونو په اړه معلومات ولري او یا ولایتونو ته په سفرونو بوخت وي.
د کتاب لیکوال هڅه کړې چې د کتاب معلومات دقیق وي. سره له دې چې د ولایتونو په اړه ځينې معلومات بدلېدونکي دي، لکه نفوس، بودیجه، لګښتونه یا دې ته ورته نور موارد، خو په دغه کتاب کې یې د لیکلو تر مودې پورې وروستي معلومات او ارقام ځای پر ځای شوي دي.
په ټوله کې دا کتاب لوستونکو ته د افغانستان د جغرافیې، ولایتونو، ولسوالیو، تاریخي ځایونو، مشاهیرو، طبیعي زېرمو، دودونو او فرهنګ په اړه وروستي معلومات ورکوي. د کتاب لیکوال د یاد کتاب په سریزه کې وايي: «هېڅوک له سفر څخه وروسته هغه شخص نه راستنېږي، کوم چې په لومړي سر کې و. له نوو کلتورونو او خلکو سره اشنا کېدل به ستاسو په ژوند کې ډېر بدلون راولي او بېرته خپل کور ته له ستنېدلو وروسته به یو ښه لیدلوری ولری. د بېلابېلو ټولنیزو، کلتوري، صنعتي او مذهبي دودونو پېژندنه او له پالونکو سره یې له نږدې کتل به ستاسې ذهني لرلید ډېر پراخ کړي.
وايي، که غواړی چې په پوره مانا یو ځیرک او هوښیار کس جوړ شی، د زده کړو ترڅنګ سفر وکړئ. تاسې به د سفر پر مهال ډېر هغه څه زده کړی او له ډېر هغو نالیدلو سره به مخ شی چې تاسې له دې مخکې هېڅ نه دي لیدلي. دا سفر او د هغه ځای په اړه پوره معلومات به نه یوازې دا چې ستاسې تجربې به پخې کړي؛ بلکې ستاسې په ژوند کې به یو ژور بدلون هم راولي، هغه بدلون چې اغېز به یې ستاسې لپاره حیاتي ارزښت ولري.
موږ په همدې موخه چې هم مو په پوره مانا خپل هېواد پېژندلی وي او هم په هغه کې له شته تاریخي، کلتوري، دودیزو، مذهبي او عنعنوي کتلورونو سره ښه اشنا شوي وو، دا کتاب لیکلی دی، څو هر ولایت او تاریخي سیمې ته له تلو مخکې مو د هغه په اړه یو څه معلومات تر لاسه کړي وي».
په ټوله کې د دغه کتاب لوستل د ټولو لپاره ګټور او اړین دي، تر څو وکولی شي چې د خپل هېواد له جغرافیې، نفوس، فرهنګ، د خلکو له دودونو او ژوند څخه خبر شي. یاد کتاب اکسوس کتاب پلورنځي په ۱۸۲ مخونو کې په ښه کیفیت چاپ کړی، مینه وال یې په کابل کې له اکسوس او نورو کتابپلورنځیو ترلاسه کولی شي.