په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۹۳۵۵۸۱ ته ورسېد. د وروستیو راپورونو له مخې همدا راز تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ددغه ویروس له امله د مړو شوو شمېر ۴۷۲۲۳ کسه دی. همدا راز ۱۹۴۲۶۰ کسه تر اوسه له دغه ناروغۍ بېرته جوړ شوي دي. امریکا لا هم د اخته کسانو له اړخه د لېست په سر کې ده. تر اوسه ۲۱۵۰۸۱ کسه په دې هېواد کې په کرونا اخته دي، همدا راز یې ۵۱۰۹ امریکایان تر اوسه وژلي دي. ایټالیا کې مثبتې پېښې ۱۱۰۵۷۴ د مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۱۵۵ کسه دی. هسپانیا کې اخته کسان ۱۰۴۱۱۸ او مړه شوي بیا ۹۳۸۷ کسانو ته رسېدلي دي. چین کې ۸۱۵۵۴، جرمني کې ۷۷۰۸۱، فرانسه کې ۵۶۹۸۹، ایران کې ۴۷۵۹۳، برېتانیا کې ۲۹۴۷۷۴، ترکیه کې ۱۵۶۷۹، پاکستان کې ۲۱۱۸، هند کې ۱۹۹۸ او سعودي عربستان کې ۱۷۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.