د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو د هر اړخیز اوربند غږ کړی دی. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تازه غونډه کې پر طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې هر اړخیز او اوږدمهاله اوربند وکړي. د نوموړې په خبره امنیت شورا همدا راز د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او ټینګار یې کړی چې د سولې روانې هڅې باید په دغه هېواد کې جګړې ختمې کړي او د ثبات د راوستو سبب شی. عادله راز وایي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا راز په افغانستان کې د تېرو ۱۹کلونو لاس ته راوړنو په ساتنه او لا پراختیا هم ټینګار کړی دی. تر دې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان هم پر طالبانو د اوربند او جګړو د درولو غږ کړی دی.