ولسمشر غني له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د سولې خبرې دې په کندهار ولایت کې ترسره کړي. نوموړی چې کندهار ولایت ته یې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ سفر کړی وو د دې ولایت له چارواکو او قومي مشرانو سره له کتنې وروسته یې په ۲۰۵ اتل قل اردو کې ولسي خلکو ته وینا وکړه. ولسمشر غني وایي، سوله اخلاقي جرات غواړي او ده د پنځه زره طالب بندیانو په خلاصون سره دغه کار ترسره کړی دی، خو وایي نور بندیانو د ژمنو له عملي کېدو پرته نه خوشي کوي. اشرف غني وایي، سولې ته ژمن دی او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د جګړې پرځای دې سیاست ته داخل شي. ده د خپلو خبرو پر دوام وویل، سوله په وژلو نه، بلکې د یو بل په منلو راځي او پر طالبانو یې یو ځل بیا غږ وکړ چې نور دې اوربند ته غاړه کېږدي. ولسمشر غني د کندهار دعمومي وضعیت له ارزولو وروسته تېره شپه بېرته کابل ته راستون شوی دی.