پاکستان وایي، دغه هېواد ته د طالب پلاوي سفر د هغو سیاستونو برخه ده چې له مخې یې غواړي په افغانستان کې دایمي سوله راشي او روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي. بلخوا افغان دولت هیله ښودلې ده چې پاکستان ته د طالب پلاوي سفر د سولې پروسې سره مرسته وکړي. ولسمشر غني له عمران خان سره په یوه تلیفوني مکالمه کې په هېواد کې د تاوتریخوالي ډېرېدل او وروستۍ جګړې د جدي اندېښنې وړ بللې دي او له پاکستان یې غوښتي چې دلته د اوربند په تامین کې همکاري وکړي. د سپوږمۍ څار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، په امریکا مېشت د پوهنتون استاد ډاکټر عبید الله برهاني او د سیاسي چارو شنونکی هدایت الله پکتین. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.