د ولسي جرګې غړي وايي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ۲۲ ورځنۍ دمه ښايي د ځای د ټاکلو په پلمه نوره هم وغځیږي. د ولسي جرګې غړي او سیاسي احزاب نیوکه لري چې لومړی پړاو خبرې د خلکو د تمې خلاف پای ته رسېدلي او په دویمه مرحله کې دې په اوربند سلا وشي. دوی وايي، حکومت او طالبان دې د سولې خبرې د ځای او مکان قرباني نه کړي او ددمې یوه ورځ غځول هم د افغانانو په ګټه نه ده. حزب اسلامي د لومړي پړاو خبرې هسې د وخت ضایع یاده کړه او وايي، چې په تېرو درېو میاشتو کې د سلګونه افغانانو وینې وبهېدې خو په اوربند سلا نه شول. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، چې د سولې دویم پړاو خبرې دې په نورمال ډول مخ ته لاړې شي، تر څو د لومړي پړاو په څېر بې ګټې پای ته ونه رسیږي. د ملي مصالحې عالي شورا ډاډ ورکوي چې د سولې خبرې په ټاکلي وخت پيلیږي. او دا ځل به ښه پایله ورکړي.