د غزني ولایت پارلماني ټاکنې به د راتلونکي کال په تلې میاشت کې ترسره شي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې دوی د خپلو مسوولیتونو ترسره کولو ته ژمن دي او هڅه کوي ژر تر ژره په غزني کې پارلماني ټاکنې ترسره کړي. د نورستانۍ په خبره دوی په پلان کې لري چې د راتلونکي کال د تلې یا میزان په میاشت کې د غزني ولایت پارلماني ټاکنې ترسره کړي. نوموړې دغه راز ویلي چې په تېرو ټاکنو کې ګڼې تېروتنې موجودې وې چې په راتلونکو ټاکنو کې به یې مخنیوی کېږي.