ټرمپ دا ځل ایران ته سخت خبرداری ورکړی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي که دا ځل په عراق کې د ایران ملاتړي ځواکونه پر امریکایي ځواکونو یا تاسیساتو کوم برید وکړي او ثابته شي چې د ایران په لارښوونه یا ملاتړ یې ترسره کړی دی نو ایران به ستره بیه پرې کړي. ټرمپ دا خبره داسې مهال کړې چې همدا اوس د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک مشر اسماعیل قاآني په عراق کې دی. ټرمپ ویلي بیا هم په ټینګار وایو، چې دا ورانکاري مه کوئ، دا ځل مو زغم تمامېږي. امریکایي رسنۍ وايي امریکا داسې معلومات ترلاسه کړي چې ایران غواړي د خپلو نیابتي ډلو په مرسته پر امریکايي ځواکونو برید وکړي. ټرمپ ویلي دوی دا ځل د ایران پر وړاندې خپل غبرګون ښيي.