د روسیې ولسمشر هغه قانون لاسلیک کړ چې حکومت ته اجازه ورکوي په دې هېواد کې د کرونا ویروس له کبله بېړنی حالت اعلان کړي. دغه قانون چې ولادیمیر پوتین پرون لاسلیک کړ، تر هغه یوه ورځ دمخه د پارلمان له خوا تصویب شوی وو. دا قانون حکومت ته اجازه ورکوي چې په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان او د دې وضعیت په ترڅ کې جبري اجرایي مقررات رامنځته کړي. روسي چارواکي په وروستیو ورځو کې د خلکو پر ګرځېدو لګېدلي محدودیتونه نور هم ډېر وي، په ځانګړي ډول په پلازمېنه مسکو کې چې ۲۱ میلیونه وګړي يې د کرونا ویروس د چټک خورېدو له کبله په کورونو کې ایسار شوي دي. تر دې دمه روسيه کې د کرونا ویروس ۲۷۷۷ پېښې ثبت شوي دي. له دې ډلې ۲۴ تنه یې مړه شوي دي.