ولسي جرګې په خپله نننۍ غونډه کې د نورو ملي مسایلو تر څنګ په هېواد کې د کرونا ناروغۍ پر پراخېدو هم خبرې کړې دي. د ولسي جرګې غړو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر هغه په ځلونو ډېر دی چې د عامې روغتیا وزارت یې اعلانوي. دوی ویلي چې په دې برخه کې د حکومت ناغېړي په چټکۍ سره د هېواد په نورو ولایتونو کې ددې ناروغۍ د خپرېدو لامل کېږي. په غونډه کې د هرات او نیمروز ولایتونو استاز په دغه ولایتونو کې د طبي توکو او اسانتیاوو د نشتون او کمښت خبره کړې ده او ویلي یې دي، چې حکومت باید په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي. په غونډه کې د هېواد پر سیاسي او امنیتي وضعیت هم خبرې شوې دي او د ولسي جرګې رییس د یوه پلاوي د جوړېدو غوښتنه کړې ده، څو د سیاسي حل په موخه له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره وګوري.