د پاکستان او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ کې دوه د سر لوبې نیوزیلنډ لوبډلې وګټلې او دا لوبلړۍ یې له وړاندې په خپل نوم کړه. په دویمه شل اوریزه لوبه کې پاکستان لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۶۴ منډو هدف ورکړ، چې په توپ وهنه کې پاکستاني محمد حفیظ ۹۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د ورکړل شوي هدف په ځواب کې نیوزیلنډۍ لوبډلې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره هدف پوره کړ او لوبه یې د ۹ ویکټو په ستر توپیر وګټله. د نیوزیلنډ لپاره په توپ وهنه کې تیم شیفیرټ ۸۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې؛ خو د لوبې غوره لوبغاړی پکې تیم سوتي شو، چې په ۴ اورونو کې یې د ۲۱ منډو په ورکولو سره ۴ پاکستاني توپ وهوونکي وسوځول. د یادولو ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به، دریمه شل اوریزه لوبه د روانې دسمبر میاشتې په ۲۲مه نیټه ترسره شي.