امریکا منلې چې له روسیې څخه د اخیستل شویو طبي توکو الوتکه متحده ایالاتو ته رسېدلې ده. امریکایي چارواکو تېره اوونۍ د ډونالد ټرمپ او روسي سیال ولادیمیر پوتین ترمنځ له ټیلیفوني خبرو وروسته وویل چې له مسکوه طبي تجهیزات اخلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې طبي تجهیزاتو کې د مصنوعي تنفس الې او له کرونا ویروس د خوندیتوب توکي شامل دي. د دغه وزارت ویاند مورګان اورتاګوس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، امریکا او روسیې له دې وړاندې هم په کړکېچنو حالاتو کې یو له بل سره بشري مرستې کړي او راتلونکي کې هم داسې همکاري کوي. امریکایي چارواکو نه دي ویلي چې د دغو طبي وسایلو لپاره یې روسیې ته څومره پیسې ورکړې دي.