پرون په کابل کې د ولسي جرګې د غړي خان محمد وردګ پر موټر په چاودنه کې لس کسان وژل شوي او تر شلو ډېر ټپیان دي. په دې برید کې په سیمه کې دوکانونو او کورونو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي. د دې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو حکومت یې د طالبانو کار ګڼي او وايي چې طالبانو په وروستیو کې په ښارونو کې د بریدونو پرېکړه کړې او پړه یې هم نه اخلي.
په کابل کې د بریدونو په تړاو ویل کېږي چې درې اړخونه لري. یوه برخه بریدونه رښتیا هم طالبان کوي چې د ځینو یې مسوولیت اخلي او پر ځینو هم خوله پټوي. بله برخه بریدونه بیا ویل کېږي چې د سولې مخالفې شبکې، چې پردی استخباراتي ملاتړ لري، کوي، څو د سولې پروسه تخریب کړي چې داعش هم پکې شاملېږي. د درېیمې برخې په اړه ویل کېږي چې ځيني دولتي او غیر دولتي سیاسي چارواکي او زورواکي د ګټو ټکر ته سره تللي او د خپلو مافیايي کړنو او فعالیتونو په لړ کې دغه بریدونه کوي. ښايي نور لاملونه هم وي، خو دا یې مهم او لوی لاملونه ګڼل کېږي.
دا چې بریدونه څوک کوي، دا یو اړخ، خو دا چې ولې پرله پسې داسې بریدونه کېږي او دولت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی، دا د مسئلې بل اړخ دی. څوک چې دا بریدونه کوي، وحشیانه او غیر انساني کار کوي، ځکه په پروني برید کې هم وژل شوي بې ګناه وګړي دي او د سیمې اوسېدونکو ته هم پراخ مالي زیان اوښتی چې په هېڅ ډول نه توجیه کېږي، خو له دې سره سره دولتي چارواکي د دغو بریدونو په مخنیوي کې ناکام دي او له دې امله مخامخ پړه دي. دا بریدونه په وروستیو کې بېخي زیات شوي او کابلیان خو هر سهار د چاودنې په غږ پیلوي چې پر خلکو یې ډېر ناوړه اغېز هم کړی دی. هره ورځ حکومتي چارواکي وايي چې بریدګر یې نیولي، خو بیا هم پېښې کېږي. له بده مرغه چارواکي د کار پر ځای چیغې ډېرې وهي او هڅه کوي، خپل کوچني کارونه لوي وښيي، خو دا ستونزه نه حل کوي، بلکې ورسره بریدونه همغسې روان دي او لا زیاتېږي او خونړي کېږي. د امنیتي ادارو رهبرۍ او مشرۍ ته د سیاسي معاملو او نورو اړیکو په تړاو کسان راوستل کېږي چې بیا کمزورې او فاسده رهبري د ټولې ادارې پر کار منفي اغېز کوي او پایله یې دا ده چې د دغه ډول بریدونو مخه نه نیول کېږي او هره ورځ داسې خونړۍ پېښې کېږي.
چارواکي دې نور د غندنې او خواشینۍ څرګندونو تمثیل پرېږدي او په عملي ډول دې د دغو پېښو د مخنیوي لپاره ګامونه واخلي. دښمن بد دی او غواړي دا ډول پېښې وکړي، خو حکومت د خلکو د ساتنې دنده لري او چارواکو ته پکار ده چې خپل مسوولیت ته پام وکړي. د دښمن په بد ګڼلو، خواشینۍ څرګندولو، غندلو او تشو هوايي خبرو او ژمنو خلک نه خوندي کېږي، بلکې د خلکو خونديتوب عملي کار، زیار او مسلکي، په کارپوه او پاک چارواکي غواړي. له همدې کبله حکومت باید د خلکو امنیت ته لومړیتوب ورکړي او د دې چارې لپاره د فاسدو مسوولینو پر ځای، پر پاکو او مسلکي کسانو باید تکیه وشي.