په امریکا کې تر بل هر هېواد په چټکۍ سره کرونا خپریږي او اوس تر بل هر هېواد پر دې ویروس اخته کسان په امریکا کې ډېر دي. اوس د اخته کسانو شمېر ۲۲۰ زره ته رسیږي چې تر پنځو زور ډېر یې وژلي دي. په دې هېواد کې هره ورځ شل تر دېرش زره خلک پر کرونا اخته کېږي او دا کچه هم ورځ تر بلې زیاتیږي. امریکا له یو واقعي ناورین سره مخ شوې او اوس ورسره د روسیې او چین په شان هېوادونه مرسته کوي چې کرونا کنټرول کړي.
دې چارې په امریکا کې دننه پر حالاتو او په نړیواله کچه د امریکا پر واک او ځواک مخامخ اغېز کړی دی. که څه هم امریکا هڅه کوي، چې په نړۍ کې خپل ځای وساتي، خو ټول پوهېږي چې دا چاره سخته ده او د کرونا دوام به د امریکا پښې لا سستې کړي. له دې امله چې امریکا په توله نړۍ کې خپلو امنیتي ځواکونو ته د نظامي عملیاتو د درولو امر کړی، نو د امریکا د ځواک عملي نه کارونه ددې هېواد د کمزورۍ سبب شوې ده. په ډېرو سیمو کې د امریکا د کنټرول او برلاسۍ لامل د نظامي ځواک کارونه او یا هم ګواښ دی، اوس چې دا ګواښ شته، خو کارول یې درول شوي، نو موږ له دې انکار نه شو کولی چې امریکا کمزورې شوې ده. څومره چې دا حالت دوام کوي، همدومره به نور هم دا ځواک را کمېږي. کرونا د امریکا سیاسي او اقتصادي دستګاه هم داسې را ګیر کړې چې له پولو بهر یې فعالیت اغېزمن شوی دی او دې چارې د امریکا کمزورۍ ته لاره برابر ه کړې ده. ډېر نور لاملونه هم شته، خو دا خبره ټول مني چې له کرونا وروسته نړۍ به بیخي بدله وي.
کرونا په افغانستان کې هم د امریکا پر سیاستونو ژور اغېز کوي. همدا چې امریکا نظامي فعالیتونه بند کړي، مشاورین او روزونکي یې فعالیت ودروي او اړیکې یې انټرنټي شي، نو پر واک او ځواک یې خامخا اغېز کوي. که خبره تر دې هم مخکې ولاړه شي، مرستې یې کمې شي، استخباراتي او نظامي فعالیتونه یې لا محدود شي او د دوی له ملاتړه برخمن حکومت له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ شي، نو لا به یې ځواک کمزوری شي.
داسې کوم بل سیمه ییز او نړیوال ځواک هم نشته چې ددغه خلا د ډکولو هڅه وکړي. که څه هم په افغانستان کې د امریکا د واک او ځواک کمېدل د خوشالۍ خبره او یو ښه پرمختګ دی، خو که موږ د خلا د ډکولو معقوله او پر وخت هڅه ونه کړو، نو زیانونه به یې ډېر وي. له همدې امله مخکې له دې چې کرونا لا زیاته امریکا لاندې کړي، موږ باید رامنځ ته کېدونکي خلا ډکه کړو. ددې مانا دا نه ده چې موږ دې کوم بل هېواد د امریکا ځای ناستی کړو، بلکې پکار ده چې د خپلمنځي تفاهم، جوړجاړي او سولې هڅې لا زیاتې شي. ټول پوهېږو چې له امریکا پرته به دا حکومت په سختۍ دوام وکړي او راتلونکي حالات هم له وېرې او تیارو ډک ښکاري، نو ځکه باید سولې چاره چټکه شي او موږ باید ژر سره پخلا شو. له دې پرته امریکا کمزورې کېږي او یا هم په افغانستان کې خپل کنټرول له لاسه ورکوي، چې موږ ته به یې هم پایله ګډوډي او نوې ستونزې وي.