پرون یو ځل بیا د کابل او کندهار په ګډون په ځینو ولایتونو کې چاودنو او بریدونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په کابل ښار کې خو چسپکي ماینونه او چاودنې ورځنۍ چاره ګرځېدلې ده. چارواکي طالبان پړه ګڼي، خو طالبان نه یوازې دا چې په ډېری دغو پېښو کې لاس لرل ردوي، بلکې حکومت پړ ګڼي. اوس هره ورځ وژنې او چاودنې کېږي، خو لامل یې معلوم نه دی او هېڅوک یې مسوولیت نه اخلي. له همدې امله وژنې شته، خو وژونکي پټ دي او ځان نه ښکاره کوي. پړ څوک دی او څوک نه دی، دا یو اړخ، خو هره ورځ خلک وژل کېږي چې باید د دې وژنو مخه ونیول شي.
د بریدونو پر تخنیکي اړخ او دا چې ولې امنیتي ادارې نه شي کولی مخه یې ونیسي، ډېر بحث نه کوو؛ ځکه چې دا یوازې یو تخنیکي بحث نه دی، بلکې د سیاسي موخو لپاره د چاودنو، چسپکي ماینونو او وژنو دا لړۍ روانه ده. ښايي له تخنیکي اړخه ووایو چې امنیتي ادارې سمې نه رهبري کېږي او د سیاسي تړاونو پر اساس ګومارل شوو مسوولینو امنیتي ادارې کمزورې کړې دي، خو د دې ټولو تخنیکي دلایلو او ستونزو تر شا مهم او اساسي دلایل سیاسي دي؛ ځکه چې دا سیاسي موخې دي چې پر امنیتي پېښو، تګلارو، کمزوریو او بریاوو مخامخ اغېز کوي.
د ښارونو بریدونه وژونکي او وېروونکي دي. په خلکو کې یې وېره خپره کړې ده. د کابل له څنډو او لرې پرتو سیمو ځینې خلک د ښار منځ، نږدې او نسبتاً امن سیمو ته ګډه کېږي، خو په وروستیو کې بریدونه هلته هم ور غځېدلي او آن په هغو سیمو کې هم د چسپکي ماینونو چاودنې شوې چې ډېرې خوندي ګڼل کېدلې. دغو بریدونو له رواني اړخه پر خلکو سخت فشار راوستلی دی. خلک چیغې وهي، د امنیت غوښتنه کوي، خو غږ یې بې ځوابه او یا ناسم ځوابه دی. د دغه حالت دوام به خلک لا زیات په تکلیف او ستړي کړي. ښکاري چې په ښارونو کې د بریدونو، چاودنو او وژنو دا لړۍ د همدې لپاره پیل شوې وي چې خلک د همداسې ژور فشار، وېرې او ناهیلۍ احساس وکړي. هغوی چې په افغانستان کې اصلي لوبه پر مخ وړي، یو ډراماتیک، عجیب او غریب بدلون راولي. دا بدلون سم نه دی او د خلکو له سخت غبرګون سره مخ کېدلی شي. اوس له همدې کبله چې خلک غبرګون ونه ښيي او دا بدلون په ښه ډول عملي شي، د چاودنو، وژنو او بریدونو دا لړۍ پیل شوې ده. دا وژنې او چاودنې په تر هغو دوام وکړي او ښایي زیاتې شي چې خلک خپله د یوه لوی بدلون غږ وکړي او بیا له دغو وژنو د خلاصون لپاره هر منفي بدلون ته غاړه کېږدي. پر همدې بنسټ د وژنو او چاودنو یوه داسې لړۍ یې پیل کړې چې وژونکي یې معلوم نه دي، خو د خلکو په زړونو او ذهنونو کې وېره او وحشت خپروي.
د افغانستان خلکو ته پکار ده چې د بریدونو اصلي موخه درک کړي او پوه شي چې دا بریدونه د سترو لوبغاړو لخوا پلانېږي څو یو منفي بدلون ته لاره هواره کړي. خلکو ته پکار ده چې ودرېږي، دغو بریدونو او وحشتونو ته تسلیم نه شي او د سولې پروسه داسې بریالۍ کړي چې جګړه پکې ختمه شي او موږ ته بېرته عزت او خپلواکي را وګرځي.