د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د خپل هېواد د تګلارې په تړاو نوې څرګندونې کړي چې لانجې یې زېږولي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر له طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې دوی لا هم طالبان د ترهګرو له لېسته نه دي ایستلي او دوی ترهګریزې کړنې کړي دي. جواد ظریف د امریکا او طالبانو د هوکړې مخالفت کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې باید د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې او جمهوریت وساتل شي. طالبانو د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او دا څرګندونې یې غندلې دي.
د جواد ظریف خبرې د افغانستان په تړاو د ایران د تګلارې یوه څنډه ښيي چې څه ډول یې زهر په خوږو کې ګډ کړي دي. ایران له پخوا هڅه کړې چې په افغانستان کې د سولې مخه ونیسي، څو دلته یو باثباته دولت جوړ نه شي. له همدې کبله کلونه کلونه چې طالبان د حکومت پر ضد جنګېدل او دلته یې جګړه روانه کړې وه، نو ایران په ښکاره د حکومت او په پټه د طالبانو ملاتړ کاوه. دوی طالبانو ته وسلې، پیسې او پټنځایونه برابر کړي وو، خو په کابل کې یې بیا سفیر او رسمي استازو د حکومت ملاتړ کاوه. دوی د طالبانو پر ضد له امریکا سره په جګړه کې مرسته وکړه او خپل هوايي حریم یې دوی ته ورکړ. د دې تر څنګ د بُن په کنفرانس کې یې له امریکا سره په سیاسي برخه کې مرسته وکړه او په دوی پورې تړلې ډلې یې د امریکا ملګرۍ ته حاضرې کړې. وروسته یې بیا هم له همدغو ډلو سره اړیکې ساتلې چې له امریکا سره یې د افغانستان په یرغل کې مرسته کوله او هم یې له طالبانو سره ګرمه یارانه روانه کړې وه.
اوس چې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه شوې او تمه ده چې افغانستان ته به سوله راشي، ایران بیا هڅه کوي چې د سولې پروسه بریالۍ نه شي. له همدې امله یې په کابل کې له سولې ضد چارواکو سره اړیکې تر بل هر وخت ډېرې پیاوړې شوې دي، د سولې مخالفت کوي او همغه شعارونه زمزمه کوي چې د سولې مخالفین یې په کابل کې هم زمزمه کوي. ایران غواړي چې په افغانستان کې جګړه وي، ځکه له یوه اړخه به یې دلته خپل سیال امریکا بوخته وي او له بله اړخه به په افغانستان کې د یو پياوړي دولت د جوړېدو مخه نیول شوي وي.
زموږ شریر ګاونډیان او ځیني سیمهییز هېوادونه غواړي چې دلته لا هم جګړه دوام وکړي، څو د دوی ګټې خوندي شي. پاکستان ځکه د سولې ملاتړ کوي، چې ژور پکې دخیل دی او ګټې یې خوندي کېږي، ایران یې ځکه مخالفت کوي چې زیان ویني او هند هم ځکه د سولې ضد فعالیتونو کې مخکښ دی چې غواړي پاکستان په افغان جګړه کې ښکېل وساتي او افغانان د خپل دښمن پر ضد وکاروي. له همدې امله زموږ د ګاونډیو موخه یوازې خپلې ګټې دي. که ایراني چارواکي په افغانستان کې د جمهوریت او نورو ارزښتونو چیغي وهي، دوی یوازې خپلو ګټو ته پام کوي. له دې پرته په ایران کې نه جمهوریت شته او نه هم انساني او بشري حقونه. ایران زرګونه افغانان د خپلو ګټو لپاره د سوریې جګړې ته ولېږل او د خپلو ګټو لپاره یې په افغانستان کې هم تل د جګړې، وژنو او جنایتونو پټ او ښکاره ملاتړ کړی دی. موږ ته پکار ده چې خپلو ګټو ته پام وکړو او زموږ د ګټو د خوندیتوب لپاره تر ګردو مهم او اساسي کار سوله ده چې ایران یې مخالفت کوي.