په هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۷۳ ته ورسېد. د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ساعتونو کې یې لابراتوارونو ته لسګونه مشکوک ناروغان ورغلي خو په دې سره یوازې په هرات کې د ۲۵ کسانو نتیجه مثبته وه. همدا راز په کابل کې هم مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۲۷۳ ته رسېدلی دی. په کابل او هرات کې د کرونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. ددې تر څنګ د کرونا له امله د مړو شوو شمېر هم شپږو کسانو ته ورسېد. په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې د کرونا له امله د مړینې یوه پېښه په هرات او بله په دایکندي کې ثبت شوې ده.