د متحده عربي اماراتو څلورم پړاو لس اوريزه لیګ سياليو لپاره تېره شپه په ابوظبۍ کې د ډرافټ مراسم ترسره شول، چې ۱۰ افغان لوبغاړي هم پکې د بیلابیلو لوبډلو لخوا وپېرل شول. تر دې وړاندې درې افغان لوبغاړي محمد شهزاد محمدي، محمد نبي او قیس احمد له وړاندې خپلو لوبډلو له ځان سره ساتلي وو. په دې لیګ کې ۸ لوبډلې ګډون لري چې بنګله ټايګرز لوبډلې تر نورو ډير افغان لوبغاړي يې وپيرل. مجيب ځدراڼ، کريم جنت، نور احمد او چټک توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي هغه لوبغاړي دي، چې تېره شپه ډرافټ مراسمو کې د بنګله ټايګرز له لوري وپيرل شول او قیس احمد بيا له ډرافټ مراسمو وړاندې همدې لوبډلې له ځان سره ساتلی و. د ابوظبۍ لوبډلې بیا چټک توپ اچوونکی نوين الحق او کيڼ لاسی توپ وهوونکی نجيب ځدراڼ وپيرل. ډيلي بولز لوبډلې چټک توپ وهونکی رحمن الله ګربز او سوکه توپ اچوونکی وقار سلام خيل وپيرل، يادې لوبډلې تر ډرافټ مراسمو وړاندې بل افغان لوبغاړی محمد نبي له ځان سره ساتلی و. دغه راز پونه ډېولز لوبډلې ځوان توپ وهوونکی درويش رسولي، قلندر لوبډلې عظمت عمرزی وپيرل او د ډکن ګليډيټرز لوبډلې له وړاندې محمد شهزاد محمدي له ځان سره ساتلی و. د ټي ټېن لیګ سيالۍ د راتلونکې جنورۍ مياشتې په ۲۸مه نيټه په ابوظبۍ کې پيليږي او د فبرورۍ تر ۶مې نيټې پورې به دوام وکړي.