د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد افغانستان کې وروستیو هدفي وژنو ته په اشاره وايي، چې د ترهګریزو بریدونو تر شا کسانو سره باید حساب وشي. کابل ښار کې وروستي بریدونه پر افغان چارواکو سربېره ناټو او ملګرو ملتونو هم غندلي دي. زلمي خلیلزاد هم پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، په کابل او ولایتونو کې د مدني او ټولنیزو فعالانو د وژنې په غندلو سره زیاتوي، چې ددغه ډول پېښو تر شا کسانو سره باید حساب وشي. په دې وروستیو کې پر خبریالانو او مدني فعالانو بریدونه ډېر شوي، خو کومې ډلې یې مسوولیت نه دی اخیستی. خلیلزاد ویلي، دا وژنې باید بندې شي، ځکه د سولې بهیر ګواښي. نوموړی د تېر په څېر بیا هم پر اوربند ټینګا کوي.