د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې دویم پړاو مذاکراتو ته بشپړ چمتووالی لري او پر خپل وخت به دا مذاکرات پیل شي. د سولې چارو وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، چې پلاوی دمګړی په کابل کې په مشورو بوخت دی او په بشپړ چمتووالي سره به په دویم پړاو خبرو کې برخه واخلي. یو شمېر سیاسي جریانونه هم پر خپل وخت د سولې دویم پړاو خبرو پر پيلېدو ټینګار کوي او وايي، چې د افغان سولې بهیر نړیواله بڼه خپله کړې او هیڅوک نشي کولی چې په مذاکرتو کې خپل ملاحظات ولري.