تېره ورځ په ارګ کې د ولسمشر غني په مشرۍ د سر اعلی قوماندانۍ غونډه ترسره شوې ده. ولسمشر په دې غونډه کې تر ډېره په هېواد کې پر وروستیو روانو بریدونو او هدفي وژنو خبرې کړې دي. هغه ویلي چې د هېواد دښمنان تر ډېره په دې بریدونو کې د فکر او عمل او دغه راز د پرمختللي افغانستان لپاره روزل شوي شخصیتونه ترور کوي. ولسمشر غني امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د رسنیو، مدني فعالانو او علماوو د ساتنې لپاره اقدامات ډېر کړي. هغه وروستي هدفي بریدونه غندلي او د جدي اندېښنې وړ یې بللي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې ولسمشر غني د رسنیو، مدني فعالین، علماوو او د ټولنې د نورو قشرونو د ساتنې لپاره حکومتي چارواکو ته مسوولیت ورسپاري. دا لومړی ځل نه دی چې ولسمشر د خلکو د خوندیتوب، فساد له منځه وړلو، ستونزو د حل، ملکي خلکو له مرګ ژوبلې د مخنیوي، د جنایتونو د څېړنو او نورو ورته مسایلو په اړه پلاوی ټاکي او یا چارواکو ته د پېښو د څېړلو او ارزولو مسوولیت سپاري، بلکې دا هر څه نور رسنیو او خلکو ته تکراري دي. د حکومت د تېښتې لار اوس یا اعلامیه ده او یا هم د داسې پلاوو او هیئتونو ګومارل چې دوی مسایل وڅېړي او راپور ولسمشر ته ورکړي. روان کال ګڼې داسې پېښې وشوې چې لا یې هم رسنیو ته په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی. لا یې هم عاملین نه دي نیول شوي او لا هم نه ده روښانه شوې چې پلاوی څه شو او پلاوی چېرته دی یا پلاوی څه کوي.
د کابل پوهنتون پېښه، د خبریالانو په نښه کېدل، ملکي مرګ ژوبلې دا ټول هغه موارد دي چې حکومت یې په اړه د پلټنو او دغه راز د پلاوي د ګومارلو خبره کړې ده، خو پایلې یې لا روښانه شوې نه دي. اوس د پایلو پلټل او اعلامیو خپرول بېخي د تېښتې لار جوړه شوې او حکومت دومره بې پروايي کوي چې عام ولس یې مایوسه کړی، خو د وروستیو هدفي وژنو په اړه باید داسې چوپتیا او بې پروایي غوره نه شي.
د کابل ښار تر بل هر وخت نا امنه شوی دی. وسله وال په دې ښار کې له وسلو سره ګرځي او خپل هدف په نښه کوي او حکومت به بیا هم دا تمه لري چې څوک ورباندې نیوکه ونه کړي او د دې هر څه پوښتنه ترې ونه کړي. دا د زغم وړ مسئله نه ده. حکومت دې له وړ خلکو سره په مشوره په بنسټیزه توګه په کابل کې د نا امنیو د ختمولو او هدفي بریدونو د پای لپاره حللاره پیدا کړي. دا وحشت د هیئت، پلاوي او اعلامیو په خپرولو نه ختمېږي، بلکې د حکومت قوي ارادې، منظم پلان او صادقانه هڅو ته اړتیا لري. هدفي وژنې د حکومت، مدني ټولنې او رسنیو د کمزورۍ سبب ګرځي چې په دې سره به دا کمزوري په لسیزو کې هم بېرته درمان نه شي.