د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا د شل اوریزو سیالیو د لسیزې غوره لوبغاړی اعلان شو.
راشد خان په ۲۰۱۵ز کال کې د کرېکټ شل اوریزو نړیوالو سیالیو ته له لارموندنې راپه دېخوا د هېواد لپاره ډېر وړیاړونه ګټلي دي. د کرکټ نړیوالې شورا پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، راشد خان ۸۹ ویکټي اخیستي او درې ځله یې څلور ویکټي یوځايي اخیستي دي.
دا لومړی ځل دی چې یو افغان لوبغاړی د لسیزې غوره لوبغاړی کېږي. د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان تر یاد اعلان وروسته ویلي چې د ویاړ احساس کوي او زیاتوي، خوښ دی چې دا ډول یو ایوارډ ورته ورکول کېږي.
د یادونې ده چې وړمه ورځ د کرېکټ نړیوالې شورا هم راشد خان د ۲۰ اوریزو سیالیو د لسیزې په غوره ټیم کې اعلان کړ. په یاد ټيم کې له پاکستان پرته د نورو هېوادونو لوبغاړي هم د غوره لوبغاړو په توګه غوره شوي وو.