په کابل ښار کې پر ګرځېدو له محدویت اووه ورځې وروسته لاهم په ښار کې خلک دغو مقرراتو ته پاملرنه نه کوي.
د کابل ښار ځینې اوسیدونکي وايي، چې کرونا ویروس څخه په ویره کې دي، خو د اقتصادي ستونزو او مجبورۍ له امله نه شي کولای ، چې په کورونو کې پاتې شي او باید مرسته ورسره وشي.
کابل ښاریان د خوراکي توکو د لوړ قیمت څخه هم شکایت کوي، خو ځینې هټۍ وال بیا د بندرونو او لویو لارو بندیدل د قیمتونو د لوړیدو لامل یادوي.
عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړ چې که خلک د حکومت له لوري اعلان شوي مقررات په پام کې ونه نیسي ،ممکن انساني فاجعه رامنځ ته شي او د ګرځبندیز نه رعایت به هیواد له سترو کړاوونو سره مخ کړي.