د اسټرالیا په بیګ باش لیګ سیالیو کې د مجیب غوره توپ اچوونې کرکټران او د دغې لوبې مینه وال حیران کړي دي. د بیګ باش لیګ سیالیو په ۲۰مه لوبه کې مجیب الرحمن د هوبارت لوبډلې خلاف په ۴ اورونو کې د ۱۵ منډو په ورکولو سره ۵ لوبغاړي وسوځول، په یادو لوبغاړو کې د نړۍ لومړی نمبر توپ وهونکی ډېوېډ ملن هم شامل و. د یادونې ده چې مجیب الرحمان د شل اوریزو سیالیو د توپ اچوونکو په نړیواله درجه بندۍ کې تر راشد وروسته دویم مقام لري.