د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د ولسمشر ام علي اف په غوښتنه د اذربایجان پارلمان پرېکړه کړې چې ژر تر ژره به د دغه هېواد سفارت په کابل کې پرانیستل شي. باکو ویلي چې له افغانستان سره یې د اړیکو پراخول مهم دي او د سفارت پرانیستل کېدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې او ښې کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات هم د دې پرېکړې هرکلی کړی دی او په خبره یې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې به د سفارت په پرانیستل کېدو سره نوی باب پرانیستل شي. افغان حکومت وایي چې دمګړی یې له باکو سره اړیکې ښې دي او دواړه هېوادونه په خپلو کې د همکارۍ ۱۴ سندونه هم لري.