ملګرو ملتونو یو ځل بیا له طالبانو او افغان حکومت غوښتي چې له جګړو لاس واخلي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي د طالبانو او حکومت پلاوي په کابل کې سره لیدلي دي او دی د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې افغانان سولې ته نږدې کوي. دده په خبره په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس پر ضد مبارزه روانه ده نو په افغانستان کې هم ښکېلو لورو ته په کار ده چې له جګړو لاس واخلي او د کرونا پر ضد په ګډه سره مبارزه وکړي. انتونیو ګوتریش ویلي په افغانستان کې د سولې هر ډول اقدام د ملګرو ملتونو له بشپړ ملاتړ برخمن دی او دوی ددې غوښتونکي دي چې دلته روانه اوږده جګړه د خبرو پر مټ حل شي. هغه یوه اونۍ مخکې هم ورته غوښتنه کړې وه او په ټوله نړۍ کې یې پر ښکېلو لورو د اوربند غږ کړی و.