د عامې روغتیا وزارت وایي چې تازه په تازه اتلس نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي. ددغه وزارت ویاند وحیدالله مایار له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د کرونا ۱۱ مثبتې پېښې په کابل، دوې په سمنګانو او فاریاب، یوه یوه په غزني، بلخ، کندوز او لوګر کې ثبت شوې دي. ددغه اتلس نوو مواردو په ثبت سره په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۹۹ ته رسېدلی دی. عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا پر خلکو غږ کړی دی چې ددوی له لوري شوو سپارښتنو ته پاملرنه وکړي، ګرځبندیز رعایت کړي، په خپلو کورونو کې پاتې شي او له دغه وژونکي ویروس ځان وژغوري.