د کرنې وزارت چارواکي واييچې د دغه وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له لارې به په ۱۴۰۰مالي کال کې د هېواد په اتو ولایتونو کې ۳۳۲متراکم بڼونه جوړ کړي.
د چارواکو په خبره، په دغو جوړېدونکو بڼونو کې به د مڼو، شفتالو، ناکو، الو، انارو او لیمو بڼونو جوړول شامل وي، چې د جوړلو لګښت به یې ۵۹میلیونه او ۲۲۶زره او ۵۵۹ افغانۍ وي. د دوی په خبره، یاد بڼونه د کابل، بامیان، غزني، میدان وردګ، پکتیکا، لوګر، پکتیا او خوست په ولایتونو کې جوړېږي.
د یادونې ده چې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه «HVCDS»د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له هغو پروژو څخه دی، چې د اسیایي پراختیایي بانک «ADB» له خوا تمویلېږي. یاد بانک روان کال هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې له کرنې وزارت سره د ورته پروژو په پلي کولو کې د پام وړ مرسته وکړه.