ټاکل شوې چې نن د افغان حکومت پلاوی دوحې ته روان شي او هلته بیا له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي. اټکل دی چې دا ځل به خبرې بیا هم د تېر په شان سړې، له لانجو ډکې، اوږدې او بې خونده وي. پرمختګ به پکې کم وي او دا کم پرمختګ به هم د پراخ بهرني فشار په پایله کې رامنځ ته کېږي. دا ځل به ستونزه تر ډېره وخته زیاته وي، ځکه چې امریکایان د واک په لېږد بوخت دي او په دې وخت کې به سخت او ډېر فشار رانه وړي.
افغان حکومت او طالبان په داسې وخت کې بیا خبرې پیلوي چې د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس د ټولو امریکایي ځواکونو وتلو ته پنځه میاشتې وخت پاتې دی. اوس مهمه او اساسي پوښتنه دا ده چې که په دې پنځو میاشتو کې بین الافغاني توافق ونه شي، څه پېښېدلی شي؟
دا وېره زیاته ده چې په پنځو میاشتو کې به بین الافغاني توافق ونه شي، ځکه چې د دواړو لورو تر منځ فاصلې زیاتې دي او سولې ته په نیتونو او ارادو کې هم ستونزه ده. له بله اړخه په امریکا کې نوی ولسمشر کار پیلوي او هغه تر افغانستان نور مهم مسایل په مخ کې لري. اوس که په همدې پنځو میاشتو کې توافق ونه شي، نو دوې شونتیاوې شته: لومړی دا چې که توافق ونه شي، امریکایان به هم خپل وتل وځنډوي او دویم دا چې امریکایان به ووځي، خو توافق به نه وي شوی.
که په همدې وخت کې توافق ونه شي او امریکایان هم ونه وځي، نو د دوحې تړون به مات شي او یو ځل بیا به جګړه زور واخلي چې پکې به طالبان پر امریکایانو هم بېرته بریدونه پیل کړي. د دوحې له هوکړې د امریکا ځاني او مالي ګټو ته په پام سره داسې نه ښکاري چې امریکا به بیا جګړې ته زړه ښه کړي، نو ځکه د دې شونتیا کمه ده چې امریکایان دې ونه وځي او جګړه دې بېرته پیل شي.
خو که امریکایان ووځي او بین الافغاني توافق ونه شي، لویې او جدي ستونزې به جوړې شي. له یوه اړخه به جګړه لا زیات زور واخلي او له بله اړخه به د سولې خبرې زیاتې جنجالي شي، طالبان به د نظامي بریا په فکر کې شي، امریکایان به د سولې لپاره فشار کم کړي او د هند او ایران په ګډون د اشرف غني ځینې متحدین به د حکومت تر شا ودریږي او په دې سره به افغانستان یوې بلې خونړۍ جګړې ته ولاړ شي، چې پکې به مړه او پړه دواړه افغانان وي.
دا وېره جدي ده او دواړو اړخونو ته پکار ده چې ورته پام وکړي. افغان حکومت او طالبان دواړه باید د امریکایانو تر بشپړو وتلو وړاندې یو توافق ته ورسیږي، ځکه چې له هغه وروسته به حالت لا زیات خراب شي. په دغه وخت کې توافق ته دې رسېدو لپاره پکار ده چې دواړه اړخونه انعطاف وښيي، قرباني ورکړي، فزیکي او لفظي جګړه کمه کړي او آن ویې دروي. له دې پرته موږ یوې بلې کورنۍ جګړې ته روان یو او د سولې دا چانس ضایع کېږي.