د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټاکل شوې، د روانې جنورۍ میاشتې په وروستۍ اونۍ کې درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې د عمان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. کرکټ بورډ ویلي چې په پیل کې د اماراتو هېواد له لوري د ویزو د نه ورکړې له امله پتېل شوې وه چې یادې سیالۍ په عمان کې ترسره شي؛ خو مېلمه لوبډلې په یاد هېواد کې د کرونا پر وړاندې د مخنیوي د غوره تدابیرو او نورو اسانتیاو له نشتون هم اندېښنه درلوده، اوس تازه چې د اماراتو د ویزو ستونزه هم حل شوې ده نو دا لوبلړۍ به د عمان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. افغان لوبډله به نن د اماراتو پر لوري وخوځيږي او د روانې جنوري میاشتې په وروستۍ اونۍ کې به د سیالې لوبډلې پر وړاندې، د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د لیګ په درشل کې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.