د افغان حکومت مذاکراتي ټیم له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته رسېدلی او هلته به له طالبانو سره د سولې دویم پړاو خبرې پیلوي. له همدې سره هممهاله د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او پرون یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر عبدالله، استاد سیاف او ځینو نورو کسانو سره لیدلي دي. د دغو لیدنو په اړه ویل شوي چې پکې د تاوتریخوالي پر کمولو او د سولې په خبرو کې پر اساسي او چټک پرمختګ ټینګار شوی دی.
د ناهیلۍ، بې باورۍ او ناامنۍ په اوج کې د سولې دا خبرې بیا پیلېږي. که څه هم د دواړو اړخونو پر ارادو او نیتونو پوره شکونه شته، خو بیا هم تمه ده چې دا خبرې به پرمختګ وکړي، مثبته پایله به ورکړي او اوسنی ناوړه حالت به بدل کړي. د سولې خبرې په داسې مهال پیلېږي چې په کلیوالو سیمو کې جګړه ده او په ښارونو کې چسپکي ماینونو، ترورونو او چاودنو د وېرې فضا خوره کړې ده. په دې بریدونو کې هر ډول خلک په نښه کېږي، له همدې امله هېڅوک د خوندیتوب احساس نه کوي. ځینو کسانو له همدې امله هېواد پرې اېښی، ځینې بیا غلي شوي او ځینې هم له خپلو کورونو نه راوځي. په داسې فضا کې یوازینۍ هیله همدې ته ده چې د سولې په خبرو کې به پرمختګ وشي او ورسره به د وېرې او ډار دا فضا ختمه شي.
د سولې په خبرو کې لا هم د دواړو اړخونو ترمنځ واټن زیات ښکاري او سخته به وي چې ژر دا واټن کم شي، خو دوه لاملونه ښايي دا واټن کم کړلی شي او د سولې بریا ته لاره هواره کړي. لومړی لامل دا دی چې په افغانستان کې حالت خرابېږي، د مذاکره کوونکو په ګډون هېڅ افغان اوس د امن احساس نه کوي او امن ته یوازینۍ هیله همدا ده چې د سولې خبرې مثبته پایله ورکړي. دویم لامل د امریکا فشار دی. ترا وسه پورې د سولې په خبرو کې شوي پرمختګونه هم د امریکا د مخامخ فشار په پایله کې وو، له دې وروسته هم ښکاري چې امریکا به خپلو فشارونو ته دوام ورکړي. همدا چې د خبرو له بیا پیل سره خلیلزاد دوحې ته ځي او بیا کابل ته راځي او دلته د سیاستوالو ترڅنګ له حکومتي مشرانو سره هم ګوري، نو ښکاري چې امریکا غواړي دا پروسه چټک پرمختګ وکړي. ښايي چې خلیلزاد په کابل کې چارواکو ته هم مهمې خبرې کړې وي او په ارګ کې به یې چارواکو ته هم واضح پیغام رسولی وي. له دې وروسته به ښکاره شي چې د ارګ دریځ به یو ځل بیا ورو ورو بدل شي او د ډېرو هغو مسایلو منلو ته به زړه ښه کړي چې پخوا یې نه منل.
په افغانستان کې اوس له هره اړخه تیاره او ستونزې دي او یوازینۍ هیله همدې د سولې تت څراغ ته ده چې که ورو ورو تېز شي او رڼا یې زیاته شي. یوازې همدا یوه هیله پاتې ده. له همدې امله دواړه اړخونه باید د خلکو دا هیله پوره کړي او د سولې په برخه کې د خنډونو پر ځای د ستونزو حل ته پام وکړي او ژر تر ژره یوې بشپړې هوکړې ته ورسیږي.