«ځان مه محدودوئ» کتاب چې انګرېزي نوم یې «No Limits» دی، د مشهور امریکايي روزونکي، ویناوال او د رهبرۍ د برخې متخصص جان سي مکسوېل اثر دی چې تازه پښتو ژبې ته ژباړل شوی دی. یاد کتاب جواد تیموري پښتو ته ژباړلی او د اکسوس کتابپلورنځي لخوا په ښه کیفیت چاپ شوی دی. د دغه کتاب پښتو بڼه ټولټال ۳۲۶ مخونه لري او په ۲۰ څپرکو کې راټول شوی دی.
دا کتاب په ټوله کې په دریو مسایلو بحث کوي؛ په لومړۍ برخه کې یې د انسان لپاره د پوهې پر اړتیا بحث او خبرې کېږي، په دویمه برخه کې پر انساني وړتیاوو خبرې کېږي او دغه راز په درېیمه برخه کې هم د انسان په ژوند کې د انتخابونو پر ارزښت بحث کېږي. مکسوېل په دغه کتاب کې د انساني وړتیاوو، بریالیتوبونو او په ژوند کې د انتخابونو پر ارزښت خبرې کړې او په ټوله کې د بریا لپاره یې ځینې فورمولونه هم راوړي دي. پر دې سربېره، نوموړي په دغه کتاب کې د خپل ژوند بېلابېلې تجربې او هغه واقعي کیسې او داستانونه هم راوړي، چې بېلابېلو هېوادونو ته د سفر او هلته له بریالیو رهبرانو سره د لیدنو کتنو پر مهال ورسره مخ شوی دی.
مکسوېل پورتني موضوعات د یاد کتاب په ۲۰ څپرکو کې راټول کړي دي. د کتاب په لومړي څپرکي کې پر هغو خنډونو او مسایلو بحث کېږي چې د انسان ژوند محدودوي. په دویم څپرکې کې یې له دغه محدودیت څخه د راوتلو لارې چارې بیان کړې دي. د کتاب په درېیم څپرکي کې پر انساني ځواک پوره بحث کوي. په څلورم څپرکي کې یې د انسان د عاطفي وړتیاوو په تړاو خبرې کړې. نوموړي پنځم څپرکی فکري وړتیاوو ته ځانګړی کړی او په شپږم څپرکي کې یې د اړیکو وړتیا اړوند مسایل راوړي دي. پر دې سربېره، مکسوېل د یاد کتاب په اووم څپرکي کې د نوښت پر وړتیا بحث کوي، اتم څپرکی یې د تولید وړتیا او نهم څپرکی یې د مشرۍ وړتیا ته ځانګړی کړی دی. لیکوال د یاد کتاب په لسم څپرکي کې پر انتخابونو، په یوولسم څپرکي کې د مسوولیت پر وړتیا، په دوولسم څپرکي کې پر شخصي وړتیا، په دیارلسم څپرکي کې د ډېرښت پر وړتیا، په څوارلسم څپرکي د نظم پر وړتیا، په پنځلسم څپرکي کې د موخې پر وړتیا، په شپاړسم څپرکي کې د دریځ نیولو پر وړتیا، په اوولسم څپرکي کې د ګواښ منلو پر وړتیا، په اتلسم څپرکي کې د ملګرۍ پر وړتیا او په شلم څپرکي کې له محدودیت پرته د ژوند کولو په اړه په مفصل ډول بحثونه کړي دي.
دا کتاب پر محصلینو او کاروباریانو سربېره، د ټولنې له هر وګړي سره مرسته کولی شي، څو خپلې پټې وړتیاوې وپېژني او په مرسته یې ټولې هغه پولې او خنډونه له منځه یوسي، چې د دوی ژوند او کاري چاپېریال یې محدود کړی دی.
مینهوال کولی شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.