په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له یو میلیون اوښتی دی. د راپورونو له مخې تر اوسه په ټوله نړۍ کې ۱۱۱۸۰۴۵ کسان په کرونا اخته شوي دي. همدا راز ددغه ناروغۍ له امله د مړو شوو شمېر ۵۹۲۰۱ ته رسېدلی دی. همدا راز ۲۲۹۱۴۵ له کرونا بېرته رغېدلي دي. امریکا د مثبتو پېښو له اړخه د لېست په سر کې ده. تر اوسه پورې ۲۷۷۴۷۵ کسان په امریکا کې په کرونا اخته دي. همدا راز یې په دغه هېواد کې ۷۴۰۲ کسه وژلي هم دي. ایټالیا کې د مړو شمېر ۱۴۶۸۱، په فرانسه کې ۱۱۱۹۸، فرانسه کې ۶۵۰۷، په برېتانیا کې ۳۶۰۵، په ایران کې ۳۲۹۴ کسان تر دې دمه کرونا مړه کړي دي. په پاکستان کې بیا د مثبتو پېښو شمېر ۲۷۰۸، په هند کې ۳۰۱۸، په روسیه کې ۴۱۴۹، سعودي عربستان کې ۲۰۳۹ او ترکیه کې ۲۰۹۲۱ ته رسېدلی دی.