د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، د دې هېواد پر وړاندې د امریکا اقتصادي بندیزونو د کرونا ویروس پر ضد د ایران د مبارزې توان زیانمن کړی دی. روحاني د خپل هېواد د کابینې په غونډه کې وویل، یووالی، ښه مدریت او د روغتیايي کارکوونکو حضور ټول د دې لامل شول چې دوی له ستونزو سره مخامخ نشي. د امریکا د بندیزونو له کبله د ایران د تېلو عواید کم شوي دي او د دې هيواد اقتصاد ته یې زیان رسولی دی. د دې وضعیت په پایله کې د ایراني ریال ارزښت کم شوی دی.