په بغلان کې لاريون کوونکو نن سهار د چشمه شېر په سیمه کې د بغلان- سمنګان لویه لاره بنده کړه. لاريون کوونکي د هغه بمبار په غبرګون کې راوتلي چې د یوې کورنۍ دوه غړي په کې ووژل شول او څلور نور ټپيان شول. د عاشق الله په نوم د دغې کورنۍ یو غړی وایي، وژل شوي یوه وړه او بله پیغله نجلۍ ده او ټپيانو کې هم ښځې او ماشومان شته. دوی وایي، دولت باید د دغه برید عاملین پيدا او د ملکیانو د وینې پوښتنه ترې وکړي. د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت وایي، دوی څېړنه کوي چې معلومه کړي برید کې ریښتیا هم وژل شوي او ټپيان ملکیان دي او که نه.