د افغان حکومت له لوري د افغان سولې خبرو اترو لپاره د تازه ټاکل شوي ۲۱ کسیز پلاوي له ډلې یوه استازي سپوږمۍ راډیو ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې ټاکل شوې ده د سولې نوي ټاکل شوي بین الافغاني پلاوي ته نیږدې راتلونکې کې د امریکایي او بریتانوي کارپوهانو له خوا په کابل کې یو اونیز ترینینګ ورکړل شي، دغه استازی وایي چې ددغه ترینینګ موخه داده تر څو په اغیزمنه توګه د سولې پلاوی له طالبانو سره په مذاکراتو کې برخه واخلي او په دریو تخنیکي پړاوونو کې د سولې خبرې یوې اساسي او مثبتې پایلې ته ورسوي، دغه استازی وایي چې ترینینګ د ملګرو ملتونو د استازولۍ او سولې چارو کې د دولت د وزارت په تخنیکي او مالي مرسته پر مخ بیول کیږي،د سرچینې په وینا ددغه ترینینګ سره له ۲۱ کسیزې ډلې ځینو غړو مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې دوی په ترینینګ کې برخه نه اخلي، سرچینه وایي چې دغه پلاوي ته دا هم ویل شوي چې طالب استازو ته هم ورته ترینینګ په پلان کې دی چې هغو ته به په دوحه کې دغه ترینینګ ورکړل شي. د یادونې وړ ده چې د افغان حکومت او طالب استازو دواړو لورو له خوا د سولې پلاوي اعلان شوي او تمه کیږي چې نیږدې راتلونکې کې ناروې هیواد کې په رسمي توګه بین الافغاني مذاکرات پیل شي.