د پاکستان سوپر ليګ د لوبغاړو د پېر یا ډرافټ مراسم چې همدا اوس په لاهور کې روان دي؛ درې مخکښ افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان پکې د بېلا بېلو لوبډلو له لوري اخیستل شوي دي. سوکه توپ اچونکى راشد خان د لاهور قلندرز لوبډلې له لوري، تجربه کاره ټولچاری لوبغاړى محمد نبي د کراچۍ کنګز لوبډلې له لوري او بل ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان بيا د پېښور زلمي لوبډلې له لورې اخیستل شوی دی. د پاکستان سوپر ليګ سیالۍ چې ٦ لوبډلې پکې د خپلې خوښې لوبغاړي اخلي، دې سياليو ته لسګونه افغان لوبغاړو هم نومليکنه کړې ده، چې تراوسه پورې پکې راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان اخيستل شوي دي.