ډېر خلک ژوندي دي؛ خو لږ خلک په رښتینې مانا ژوند کوي، دا چې یوازې ساه یې په وجود کې ده، هغوی یوازې ژوندي دي؛ خو هغه چې خوشاله او نېکمرغه دي، هغوی په رښتینې مانا ژوند کوي. زموږ لویه ستونزه دا ده چې تل هڅه کوو څو یوازې ژوندي واوسو، خو د دې لپاره چې ښه ژوند وکړو، هېڅ کار نه کوو. دا سمه ده چې په ژوند کې هسکې ټیټې شته، خو دا هم غلطه نه ده چې وايي: «هره ستونزه حل لري». موږ باید خپلې ستونزې حل کړو، څو خوشاله ژوند وکړو. خوشاله او نېکمرغه ژوند د هر چا مُسلم حق دی، هر څوک باید ښه ژوند وکړي.
سیسرو وايي: «که غواړی اوږد عمر ولری، نو خوشاله ژوند وکړئ». دا چې خوښي په ژوند کې دومره مهمه ده، نو بیا څنکه کولی شو خوشاله او نېکمرغه ژوند وکړو؟ دا پوښتنه مو د دغه کتاب په لوستلو سره ځوابېږي. په دغه کتاب کې وړې، لنډې او اغېزناکې لارې چارې دي چې په عملي کولو سره یې کولی شو خوشاله او بریالی ژوند وکړو. په کتاب کې لنډې او اغېزناکې جملې له ۲۰ زیاتو کتابونو او د انټرنېټ له بېلابېلو معتبرو سرچینو را ژباړل شوې دي. په هره جمله کې ډېر رازونه او خبرې دي، په لنډو ټکو کې موږ ته ډېر څه وايي او هغه څه راسره شریکوي، چې زموږ لپاره اړین دي.
وايي، ژوند دومره اوږد نه دی چې موږ پکې هرڅه تجربه کړو، موږ باید ډېر وخت د نورو له تجربو او هغو پایلو څخه ګټه واخلو، چې نور یې له خپلو تجربو موږ ته بیانوي. دا کتاب دې همداسې تجربو یوه کوچنۍ ټولګه ده، چې حسیب نورمل راټولې کړې دي.
مینه وال کولای شي یاد کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو په مناسب قېمت تر لاسه کړي.