وسله وال طالبان وايي دوی ددې ضمانت کوي چې د افغان حکومت له بند خوشي کېدونکي زندانیان به یې بېرته د جګړې ډګر ته نه ستنېږي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي د زندانیانو د تبادلې په تړاو خبرې روانې دي. دده په خبره ددوی زندانیان به تر خوشي کېدو وروسته خپلو کورونو ته ځي او په دې اړه واضح تضمین شته دی چې دوی به بېرته د جګړې ډګر ته نه ستنېږي. شاهین وايي د هوکړې له مخې یې له امریکا سره تعهد کړی چې دغه کسان به خپلو کورونو ته ځي او اړتیا نشته ده چې د جګړو لیکو ته ستانه شي. تر دې وړاندې په ځلونو افغان حکومت دا اندېښنه څرګنده کړې چې ښایي د طالبانو بندیان تر خوشي کېدو وروسته د جګړو لیکو ته ستانه شي، خو طالبان وايي چې خوشي شوي کسان به جګړه نه کوي.