د کابل والي وایي چې سر له نن به په دغه ښار کې ګرځبندیز په کلکه عملي کېږي. د کابل والي ویلي چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو سره د کابل ښاریان د ګرځبندیز مواد په پام کې نه نیسي. دده په وینا سر له نن به په کابل ښار کې د کورنیو چارو وزارت او نورو امنیتي ارګانونو په مرسته ګرځبندیز په کلک رعایت کوي او خلکو ته به د غیر ضروري تګ راتګ اجازه نه ورکوي. یعقوب حیدري وایي هغه کسان چې له اړتیا پرته له کورونو وځي جریمه یا جزايي کېږي او همدا راز هغه پلورنځي او هټۍ چې ددوی سپارښتنو ته پام نه کوي جریمه کېږي او تړل کېږي. د کابل والي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په تېره یوه اونۍ کې کابل ښاریانو ګرځبندیز نه دی رعایت کړی، ګڼه ګوڼه پر خپل ځای ده او د مثبتو پېښو شمېر هم په هېواد کې ۳۰۹ ته رسېدلی دی.