د رسمي شمېرو له مخې اوس په افغانستان کې ۲۵۰۰ امریکايي ځواکونه شته چې دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو ټیټه شمېره ده. امریکايي چارواکو پخوا ویلي وو چې خپل ځواکونه کموي او له طالبانو سره د کړې ژمنې پر اساس یې باید پاتې نور ځواکونه هم په څه کمو څلورو میاشتو کې له افغانستان څخه ووځي. له دې سره هممهاله د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي؛ طالبان په خبرو وخت ضایع کوي او په زور واک ته د رسېدو نیت لري. نوموړي په يوه مرکه کې ويلي، چې طالبان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته شېبې شماري او غواړي چې په زور حکومت ونیسي. محب ویلي چې که د سولې خبرې ناکامې شي، دولت له طالبانو سره جګړې ته چمتو دی.
که ټول امریکايي ځواکونه په همدې ټاکلي وخت کې وځي، نو څه به پېښږي؟ ایا د حکومت تیاری او دریځ سم دی؟
که امریکايي ځواکونه وځي او په دې موده کې بین الافغاني خبرې نه وي بریالۍ شوې، نو نه یوازې دا چې د سولې خبرې به کمزورې او ان ښايي ناکامې شي، بلکې سختې جګړې به وشي او د دې وېره جدي ده چې لوی ښارونه او ان کابل هم ښايي سقوط شي. که ښارونه سقوط هم نه شي، تر اوسني حالت به لا زیات ناوړه، پېچلی او خونړی حالت وي او افغانان به یوې بلې کورنۍ جګړې ته لوېدلي وي. له همدې امله دا وېره جدي چې که د امریکايي ځواکونو تر وتلو وړاندې بین الافغاني توافق ونه شي، افغانستان او افغانان به ستر تاوان وکړي.
تر اوسه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالي ته په کتو سره ښکاري چې پاتې امریکايي ځواکونه به هم وځي او که ځنډ هم پکې راشي، دا به د دوو- دریو میاشتو ځنډ وي. له همدې امله پکار ده چې سر له اوسه تیاری ونیول شي. حمدالله محب ویلي، طالبان فکر کوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دوی ته په زور د حکومت نیولو موقع تر لاسه شي، خو موږ له طالبانو سره جګړې ته تیار یو. د حمدالله محب له خبرو او د حکومت له عملي کړنو ښکاري چې ښايي د حکومت تیاري همداسې یو جګړهییز حالت ته وي. له بله اړخه طالبان هم پر جګړه ټینګار کوي، نو د دې مانا همدا ده چې د سولې خبرې نه بریالۍ کېږي او سخته خونړۍ جګړه پیلېدونکې ده.
دا چې د سولې پر ځای جګړې ته تیاری روان دی، دا رښتیا هم د اندېښنې وړ ده. که څوک رښتیا هم پر افغانانو رحم ولري او د افغانانو وینې ورته ارزښت ولري، نو د جګړې پر ځای یې اصلي تمرکز باید پر سوله وي. د سولې په خبرو کې پر هغو مسایلو ټینګار چې د جوړجاړي مخه نیسي، د جنګغوښتنې مانا لري. هر څوک چې داسې شرایط وړاندې کوي چې هغه د سولې مخه ونیسي، په واقعیت کې دوی د افغانستان د راتلونکې فاجعې مسوولین دي. له اسلام او افغانستان پرته د جمهوریت، امارت او بل هر څه په ګډون هېڅ داسې څه نشته چې باید پرې خبرې ونه شي او مات نه شي. هغه فاجعه چې د سولې د خبرو له ناکامۍ وروسته موږ ورسره مخ کېدونکې یو، پر دې ارزي چې جمهوریت، امارت او نورې داسې بشري مفکورې او ارزښتونه ورته قرباني شي. موږ باید د وینو د یو لوی سیلاب مخه ونیسو او دا د هر مسوول افغان او مسلمان دنده ده. که څوک فکر کوي چې دوی به خنډ جوړوي او که کیسه خرابه شي، نو بیا به خپلو اصلي هېوادونو ته تښتي، نو تېروتنه کوي، ځکه چې هم د تېښتې لاره بندېدلی شي او هم په هر ځای کې د خلکو له حسابکتاب خوندي نه شي پاتې کېدلی.