د فرانسې امنیتي چارواکي وايي، د دې هېواد په سویل ختیځ کې دوه کسان د یوه بریدګر د چړې په ګزار وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت دا ترهګریز برید بللی. عیني شاهدان وايي، بریدګر ګرنوبل سره نږدې د رومانس ښار کې د تنباکو جوړولو یوه کارځي ته ننوتی او د دې کارځي مالک او مشتریان یې په چړو وهلي. له دې وروسته هغه نږدې یوې بلې هټۍ ته ورغلی او پر خلکو یې ګزارونه کړي. د فرانسې د رسنیو په خبره په دې تړاو پولیسو یو ۳۳ کلن کس نیولی چې اصلا سوډانی دی.