د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خبردار ورکړی چې که په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت جوړ نه شي نو دوی به له دغه هېواد سره عادي اړیکې و نه پالي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او جنوبي اسیا څانګې په یوه ټویټ پیغام کې ویلي چې د نړیوالو شریکانو د ملاتړ لپاره په افغانستان کې یوه ټولشموله حکومت جوړېدو ته اړتیا ده چې ټول اړخونه پکې شامل وي. ددوی په وینا که دغه کار و نه شي نو د افغانستان او نړیوالو ملاتړو ترمنځ یې ښايي اړیکې عادي نه وي. امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې تازه په تازه یې د سیاسي جوړجاړي د نه کولو له امله پر افغانستان خپلې یو میلیارد ډالر مرستې درولې دي.