طالبان وایي، چې امریکا په ځلونو په ډېر ښکاره ډول له هغه هوکړې سرغړونه کړې ده چې د دواړو لورو ترمنځ د روان کال د فبروۍ میاشتې په ۲۹ مه په دوحه کې لاسلیک شوه. طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلی، چې دوی له امریکا سره تر اوسه پورې په خپلو ټولو ژمنو عمل کړی او ان په ځینو برخو کې یې نرمښت هم ښودلی دی. طالبان وایي امریکایانو ور سره هوکړه کړې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې به عملیات نه تر سره کوي، چاپې به نه وهي، په لومړي سر کې به یې پنځه زر بندیان خوشي کېږي او له هغه وروسته به په بین الافغاني خبرو کې پر دایمي اوربند او نورو مسایلو خبرې کېږي چې تر اوسه پورې امریکایي لوري د هوکړې دغه موارد نه دي عملي کړي. طالبانو له امریکا غوښتي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د سرغړونې په صورت کې به دوی هم په ورته اقدام لاس پورې کوي. ټاکل شوې وه چې له امریکا سره د طالبانو تر هوکړې وروسته ژر بین الافغاني خبرې پیل شي خو تر اوسه نه دي پیل شوې. د یادونې وړ ده چې د افغان حکومت او طالبانو له لوري د سولې پلاوي اعلان شوي او تمه کیږي چې په نیږدې راتلونکې کې په ناروې هېواد کې په رسمي توګه بین الافغاني مذاکرات پیل شي.