جانز هاپکینز پوهنتون په یو څیړنیز راپور کې ویلي چې د کرونا ویروس له امله امریکا د خپل تاریخ تر ټولو بدې ورځې تیروي او دا ناورین به په آسانۍ له امریکا ونه وځي ، په راپور کې راغلي چې کرونا ویروس همدا اوس ټوله نړۍ فلج کړې،چې په سر کې یې اروپا او امریکا دي، راپور زیاتوي چې ګرده نړۍ کې به دا ویروس ډیر انسانان ووژني او ټولنې به خرابې کړي خو دغه قطار کې به تر ټوله ستره قرباني امریکا او اروپا ورکوي، راپور د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په تایید وایي چې کرونا به میلیونونه امریکایان وځپي او لکونه په مړه کړي، جانز هاپکینز پوهنتون زیاتوي چې کرونا ویروس خطرناک او د امریکا حکومت یې تر دې دمه مدیریت کې ناکام دی ،راپور وایي که د ټرمپ پر ځای کوم بل څوک هم ولسمشر وی ممکن کوم فوق العاده کار به نه وو شوی ځکه چې کرونا ویروس په وحشتناک ډول په ډیر سرعت مخکې روان دی.
کرونا ویروس تر دې دمه ټوله نړۍ کې کابو اویا زره انسانان مړه کړي او ټوله نړۍ کې نیږدې دیارلس لکه مثبتې پیښې ثبت شوې دي چې تر درې لکه زیاتې یوازې امریکا کې دي.